د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت په پام کې لري چې روان کال د بېلابېلو د پستو او جلغوزیو هغه ځنګلونه چې د خلکو د نه پاملرنې له امله تخریب شوي بېرته ورغوي.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل تېر کال یې ۱۰ اعشاریه ۶ میلیونه د تورو جلغوزیو او پستو نیالګي د ۱۰۹۰ زیاتو قوریو له لارې تولید کړي دي.
هغه زیاته کړه: "د جلغوزیو د ځنګلونو په اړه زموږ زیات تمرکز په خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې دی، خو په بادغیس ولایت کې بیا له ۶۰۰ جریبه د پستې ځنګلونه چې تخریب شوي وه بېرته به ورغول شي. "
ښاغلي رستمي وویل چې روان کال به د پستې د ځنګلونو د بیا رغولو پلان د بادغیس ولایت په اب کمريو او مقر ولسوالیو کې پلی شي.
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې، دا مهال د پستې تر ټولو زیات تولید په بادغیس، هرات، او بدخشان ولایتونو کې کېږي.
دغه وزارت وایي د افغانستان پسته له کیفي اړخه ښه نوم او نړیوال بازار لري.