ولسمشر غني په زابل کې پر افغان ځواکونو برید وغانده

افغان ولسمشر محمد اشرف غني

د افغانستان ولسمشر په زابل کې پر افغان امنیتي ځواکونو پرونی برید وغانده.

د ارګ له خبرپاڼې سره سم، ولسمشر غني ویلي، دا برید په داسې وخت کې شوی چې له یوې خوا افغانان د کرونا ویروس د خپرېدو له درکه اندېښمن دي او له بلې خوا افغانستان په یوه حساس او برخلیک ټاکوونکي پړاو کې دی.

ولسمشر غني خبرداری ورکړی چې دا ډول بریدونه سولې ته برابر شوی فرصت له خطر سره مخامخوي.