کورنیو چارو وزارت: له طالبانو به د زابل د برید غچ واخلو

ارشیف

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، له طالبانو څخه به د زابل د پروني برید غچ واخلي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاندې مروې امیني تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه به طالبانو ته د دې برید سخت ځواب ورکړي.

د زابل د چارواکو په وینا طالبانو د خپلو نفوذي کسانو په مرسته پرون جمعه سهار وختي د زابل ولایت مرکز کلات ته نژدې د لویې لارې پر یوه پوسته برید وکړ چې په نتیجه کې یې د ملي اردو او ملي پولیسو ۲۴ سرتېري ووژل شول.

طالبانو تراوسه پورې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

د امریکا او طالبانو د موافقې پر اساس، چې تېره میاشت په دوحه کې لاسلیک شوه، طالبان باید تاوتریخوالی کم کړي.