عمران خان: پاکستانیان دې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره محدودیتونه مراعت کړي

د پاکستان صدراعظم عمران خان

د پاکستان صدراعظم عمران خان له خپلو هېوادوالو وغوښتل چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د ځان د قرنطین کولو او د راشه درشه د نه کولو پالیسي په کلکه مراعت کړي.

عمران خان پرون جمعه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل، په درست هېواد کې د ټولو فعالیتونو د درېدو غوښتونکی نه دی ځکه چې دا به د بېوزلو خلکو ستونزې ډېرې کړي.

په پاکستان کې، چې نژدې ۲۲۰ میلیونه نفوس لري، تراوسه پورې د ۴۸۱ تنو کرونا ویروس تایید شوی دی.

د دغو کسانو اکثره ایران ته تللي وو او له هغه ځایه یې ویروس له ځان سره پاکستان ته وړی دی.

په دې هیواد کې په کرونا ویروس ۳ تنه مړه شوي هم دي.

عمران خان د دې لپاره چې په بازارونو کې خوراکي مواد کم نه شي له خلکو وغوښتل چې ډېر خوراکي مواد ونه پېري.

د عمران خان تر څرګندونو څو ساعته مخکې میلیونونو پاکستانیانو د جمعې لمونځ په داسې حال کې وکړ چې ماسکونه یې هم نه وو تړلي.