یو پاکستانی ډاکتر د امریکا په میني سوټا ایالت کې د تروريزم په تور ونیول شو.
څارنوالان وايي، دغه ډاکتر د امریکا د تحقیقاتو فډرال ادارې مخبرانو ته پیسې ورکړي او دا یې ورته ویلي، چې له داعش ډلې سره یې بیعت کړی او غوښتل یې په امریکا کې په یوازې سر ځینې حملې وکړي.
۲۸ کلن محمد مسعود، پرون د اجنټانو له خوا د میني سوټا په هوایي ډګر کې ونیول شو.
پر ده یو تور دا لګېدلی، چې یوه بهرني تروریستي سازمان ته یې د موادو برابرولو هڅه کړې ده.
څارنوالان وايي مسعود په کاري ویزه په امریکا کې و.
د دوی په ادعا دغه پاکستاني ډاکتر له جنورۍ میاشتې راهیسې څو واورې ویلي هغو مخبرانو ته یې چې ده فکر کاوه د داعش غړي به وي، پیسې ورکړي او هغوی ته یې له داعش ډلې د خپل بیعت خبره کړې ده.