خلیلزاد: افغان سیاسي مشران دې یو ټول ګډونه حکومت رامنځته کړي

خلیلزاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چاور وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد وايي، افغان سیاسي مشران باید د سیاسي کړکېچ د حل لپاره د یو ټول ګډونه حکومت رامنځته کړي.

ښاغلي خلیل زاد نن سهار پر خپل ټویټر دغه شان افغانانو ته د نوي کال مبارکي ویلي او لیکلي دي چې په دې کال کې باید افغان مشران د سولې له تاریخي فرصته د ګټې اخیستنې لپاره اړین ګامونه واخلي.

نوموړي دغه شان لیکلي دي چې د طالبانو په ګډون باید ټولې خواوې په دې هېواد کې د کرونا ویروس د قابو کولو او ترینه د خلکو د ساتنې لپاره په ګډه کار وکړي.