بغلان چارواکي: ماین چاودنې ۳ افغان سرتېري وژلي

ارشیف

د بغلان ولایت یو سیمه ییز چارواکی وايي، په نهرین ولسوالۍ کې د یوه ماین په چاودنه کې درې سرتېري وژل شوي او د ولسوالۍ امنیه قوماندان سیدنور آغا او اوه ساتونکي یې ټپیان شوي دي.

د نهرین ولسوال فضل الدین مرادي آزادۍ راډیو ته وویل، چاودنه پرون پنجشنبې د شیخ جلال نهرین کوتل په امنیتي پوسته کې هغه مهال وشوه چې امنیه قوماندان د پوستې لیدو ته ورغی.

ولسوال په دې اړه نور جزییات ورنه کړل.

د دې چاودنې مسوولیت تراوسه کوم کس یا ډلې نه دی منلی.