سربیا د کرونا ویروس پرضد د مقابلې لپاره تجارتي الوتنې بندې کړې

ارشیف

د سربیا حکومت پرون پنجشنبې د کرونا ویروس پرضد د مقابلې لپاره د بلګراد په هوايي ډګر کې تجارتي الوتنې بندې کړې.

دې هېواد همداراز پرېکړه کړې چې خپل سرحدونه له بار وړونکو موټرو پرته د نورو ټولو موټرو پرمخ بند کړي. د سربیا د ساختماني چارو وزارت د معلوماتو له مخې د نیکولاڅلا هوايي ډګر به یوازې د بشري مرستو او باروړونکو الوتنو لپاره پرانیستی وي.

د سربیا ولسمشر الکساندر ووچیچ پرون پنجشنبې وویل، د سربیا ټولې سرحدي سیمې به له نن وروسته د مسافروړونکو وسایطو او اورګاډو پرمخ بندې وي.

هغه زیاته کړه چې له باروړونکو موټرو پرته به نورو وسایطو ته د ننوتو اجازه ورنه کړل شي.

دا اقدامات سربیا ته په تېرو څو ورځو کې د هغو شاوخوا ۷۰ زره سرب کارگرانو او د هغوی د کورنیو له ستنېدو وروسته کېږي چې د لویدیځې اروپا په هېوادونو کې کار کوي، که څه هم چارواکو دوی ته ویلي و، چې نه دې راستنېږي.

په سربیا کې تراوسه د کوروناویروس ۱۳۰ موارد تایید شوي خو له دې کبله د چا د مړینې راپور نه دی ورکړل شوی.

د بالکان د حوزې دې هېواد بیړنی حالت اعلان کړی او د ډېر عمر لرونکو خلکو ته ویل شوي دي چې په کور کې پاتې شي.