ترکيه کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۳۵۶ ته ورسېد

ترکي چارواکي وايي، په پام کې لري چې د ورځې تر ۱۵ زرو پورې کسانو باندې د کرونا ویروس ازموینه وکړي.

ترکي چارواکي وايي، حکومت په پام کې لري چې د ورځې تر پنځلس زرو پورې کسانو باندې د کرونا ویروس ازموینه وکړي.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا پرون د پنجشنبې په ورځ په پارلمان کې د څرګندونو پرمهال وویل چې تردې دمه له لسو زرو پر زیاتو خلکو د کووید ۱۹ ویروس ازموینه شوې ده.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په ترکیه کې پرون د دې ناروغۍ له کبله د مړو شمېره څلورو ته ورسېده.

په ترکیه په کوروناویروس د ۱۶۸ تازه مواردو راپور پرون ورکړل شو چې ورسره په دې هېواد کې د دې ویروس د مثبتو پېښو شمیر ۳۵۶ ته لوړ شو.