افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۲۴ ته رسېدلی.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، چې په دې هېواد کې د کرونا ویروس د دوو نویو پېښو په ثبتېدو سره شمېر ۲۴ ته لوړ شوی.
د دې وزارت ویاند وحیدالله مایار رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې ویلي، دواړه پېښې په هرات کې ثبت شوي دي.
مایار زیاتوي، ۳۰ نورې مشکوکې پېښې په لابراتوارونو کې د تر څېړنو لاندې دي چې وروسته به یې جزئیات له رسنیو سره شریک شي.
هرات ۱۵، سمنګان ۳، لوګر ۲، بلخ، کاپیسا، دایکندي او بادغیس د کرونا ویروس یوه یوه مثبته پېښه لري.
د هرات روغتیايي چارواکي وایي په دغه ولایت کې په کرونا وایروس د خلکو د اخته کېدو پېښې ۱۵ ته رسېدلي دي.
د هرات د حوزوي روغتون د انتاني ناروغیو د څانګې مسوول محمد ابراهیم بسیم ازادۍ راډیو ته وویل، چې په کرونا ویروس په اخته کسانو کې ۲ ښځې هم شاملې دي.
د ښاغلي بسیم په خبره دا مهال ۴۷ کسان چې شک کېږي په دې وایروس به اخته وي، د ډاکټرانو تر جدي څار لاندې دي.
په هرات کې په کرونا لومړی اخته کس، تر یوې میاشتې درملنې وروسته روغ او پرون هرات له روغتونه رخصت کړای شو.
د دې ویروس د خپرېدو له اوازو سره جوخت په هرات کې تر ۱۹۰ زیات کسان چې شک کېده په دې وایروس به اخته وي د ډاکترانو له خوا په جدي ډول معاینه شوي دي.