ننګرهار کې د نشه يي موادو یوه لويه زېرمه له منځه یوړل شوه

ارشیف

په ننګرهار ولایت کې له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو ځواکونو د نشه يي موادو یوه لويه زېرمه له منځه یووړه.

د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري ازادۍ راډیو ته وویل، له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت د پولیسو په همکارۍ په دوربابا ولسوالۍ کې د نشه يي موادو پر یوه ستره زېرمه برید کړی چې په نتیجه کې یې (۸۷) کیلوګرامه چرس، (۳۴) کیلوګرامه تاریاک او دوه میله وسلې هم نیول شوي دي.

خو د دې موادو د ساتنې په تور څوک نه دی نیول شوي.