د نوروز د لمانځلو په اړه د ولسمشر غني غوښتنه

افغان ولسمشر محمد اشرف غني او لومړۍ مېرمن بي بي ګل رولا غني

د افغانستان ولسمشر له خلکو غوښتنه وکړه چې نوروز د نیالګیو په کرلو، د خپلې سیمې په پاکولو او د خیر ښېګڼې په داسې کارونو ولمانځي او لويې غونډې دې نه‌جوړوي.

غني دا سپارښتنه د کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي لپاره وکړه.

محمد اشرف غني او د هغه مېرمن نن د مارچ په ۱۹مه، د نوروز په اړه یو ځانګړی وېډیويي پیغام خپور کړ.

هغه وویل، د حمل په ټوله میاشت کې به د کرونا ویروس له امله ښوونځي تړلي وي.

ولسمشر په دې پیغام کې پر سوله هم لنډې خبرې وکړې او ویې‌ویل چې واقعي سولې ته د رسېدو لپاره اصلاحات او جدیت غواړي.

غني وویل فساد د جګړې په څېر د افغانستان دښمن دی او د فساد پر ضد مبارزه همکاري غواړي.