خامنه‌یي ۱۰ زره بندیان وبخښل

د ایران ستر مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌یي

د ایران ستر مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌یي د نوروز په مناسبت ۱۰ زره بندیانو ته د بند پاتې موده وروبخښله.

په دې کسانو کې سیاسي بندیان هم شامل دي.

د ایران د قضائیه قوې ویاند غلام حسین اسماعیلي د چهارشنبې په ورځ ویلي چې هغه کسان چې د ایت‌الله علي خامنه‌یي د حکم پر اساس عفو شوي، بېرته زندانونو ته نه‌اچول کېږي.

په ایران کې د کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي لپاره تر دې وړاندې، ۸۵ زره بندیان په موقت ډول له زندانونو خوشې شوي وو.

غلام حسین اسماعیلي وویل چې د ایران په زندانونو کې ۵۰ فیصده امنیتي او جنايي بندیان به هم تر نوروز وروسته عفو شي.