سبا د نوروز ورځ! نه‌لمانځل کېږي

ارشیف، په بامیان کې نوروز جشن

سبا د حمل لومړۍ، د نوروز ورځ ده.

خو په نړۍ کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره به په افغانستان، ایران او د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې د نوروز مراسم نه‌وي.

د افغانستان حکومت مکرراً له خلکو غوښتنه کوي چې له مېلو او د لویو غونډو له جوړولو دې ډډه وکړي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر، یوناما ویلي چې دوی امېد لري چې نوی کال به د افغانانو لپاره د سولې کال وي.

یوناما نن د مارچ په ۱۹مه، د نوروز او نوي کال د رابرېدو په مناسبت په ځانګړي بیان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي، تدامیچی یاماموتو په حواله لیکلي چې ملګري متلونه د افغانستان له خلکو ملاتړ ته پر خپل تعهد ولاړ دي.