د هلمند د ملي امنيت لهخوا ۱۱ نفره په لښکرګاه کې د هدفي وژنو په تور نیول شوي.
د هلمند والي وياند عمر ځواک ازادي راډیو ته وویل چې دغه ۱۱ کسانیې په تېرو درېيو ورځو کې د لښکرګاه او نږدې سيمو څخه نيولي دي.
ځواک زياته کړه د دوی اکثرو يې په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.
په لښکرګاه کې په دې وروستيو دوو اوونيو کي چريکي بریدونو زور اخیستی دی چې د پوليسو په شمول د ملي امنيت ۴ کسان وژل شوي او ۴ نور ټپيان شوي دي.
که څه هم د دغه بریدونو پړه چا په غاړه نهده اخیستې، خو عمر ځواک وايي دا کار طالبان کوي.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.