د روسیې یو څېړونکی چارواکی د رشوت اخیستو په جرم په حبس محکوم شو

د روسیې د څېړنو ادارې د مسکو څانګې پخوانی مشر اليکسندر دريمانوف 

د روسیې د څېړنو ادارې د مسکو څانګې پخوانی مشر د رشوت اخیستو په جرم په ۱۲ کاله بند محکوم شو.

د مسکو ښار محکمې د چهارشنبې په ورځ اليکسندر دريمانوف د یو میلیون ډالرو رشوت اخیستو په جرم محکوم کړ.

نوموړي دغه پیسې د جنایي جرمونو له یوې لویې ډلې ترلاسه کړې وې او په بدل کې یې د دغې ډلې یو کس له حبسه ازاد کړی و.

محکمې له ښاغلي دریمانوف نه د جنرالۍ رتبه او وطن ته د خدمت نښان هم اخیستی دی.

د نوموړي دوه همکاران هم په ۱۰ او ۱۴ کاله زندان محکوم شول.