د چین ولسمشر شي جین پېنګ افغانستان خپل ستراتېژيک ملګری بللی او دغه هېواد تهیې د هر اړخیز ملاتړ ډاډ ورکړی دی.
د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ خبرپاڼه وایي چې ښاغلي پېنګ دغه ډاډ محمد اشرف غني ته په یوه لیکلي پيغام کې ورکړی.
پیغام کې د چین ولسمشر محمد اشرف غني ته په ولسمشریزو ټاکنو کې د بیا ټاکل کېدو مبارکي ویلې او هیلهیې څرګنده کړې چې افغانستان به ژر تلپاتې سولې ته ورسېږي.
د چین ولسمشر دې پيغام کې محمد اشرف غني سره د ګډ کار د دوام غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د کابل او پېنګ همکارۍ باید نوي پړاو ته ورسول شي.
افغان حکومت هم چین د سوداګرۍ یو لوی ملګری بولي او په دې وروستیو کې یې د حیرتان بندر له لارې له دغه هېواد سره ځمکنۍ سوداګریزه راکړه ورکړه پیل کړه.
د افغانستان د کرنې وزارت سږ کال د چین له خصوصي سکټور سره د څه باندې دوه میلیارده ډالرو په ارزښت د ۶۲ زره ټنه جلغوزو د صادراتو هوکړه هم لاسلیک کړه.