له نړیوالو بشري او مرستندویه ادارو د طالبانو غوښتنه

ارشیف، یو شمېر طالبان

طالبانو له نړیوالو بشري او مرستندویه ادارو غوښتي چې د دغې وسله‌والې ډلې تر کنټرول لاندې سیمو ته دارو درمل او اړتیا وړ مواد ورسوي.

دغې ډلې د کرونا ویروس د خپرېدو په اړه یوه اعلامیه کې ویلي، دوی ژمن دي چې د نړیوالو مرستندویه ادارو خوندي تګ راتګ ته زمینه برابره کړي.

بل لور ته افغان حکومت ورځ تر بلې د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي ته اقدامات چټکوي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي، په دغه ویروس د اخته شویو او اخته کېدونکو کسانو د درملنې لپاره‌یې په هرات، ننګرهار، بلخ او پکتیا ولایتونو کې د روغتونونو د جوړولو چارې پیل کړې دي.

د وروستیو راپورونو له مخې، افغانستان کې تر اوسه د کرونا ۲۲ مثبتې پېښې رامنځته شوي، پرون عامې روغتیا وزارت وویل چې ۲۴ ساعتونو کې یې هېڅ پېښه نه‌ده ثبت کړې.