خلیل‌زاد: د بندیانو خلاصون دې ژره تر ژره پیل شي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی وایي، امریکا غواړي چې د دوی او طالبانو ترمنځ د هوکړې له مخې، د بندیانو خلاصون ژر تر ژره پیل شي.

زلمي خلیل‌زاد پرون ناوخته پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل "که څه هم دواړو خواوو ژمنه کړې وه چې داسې به کوي، خو تر دې نېټې هېڅ بندیان نه‌دي خوشې شوي."

خلیل‌زاد زیاته کړې، طالبان ژمنه کوي چې خوشې کېدونکي زندانیان به‌یې په هوکړه کې شوې ژمنې مني او د جګړې ډګر ته به نه‌ستنېږي.

د ښاغلي خلیل‌زاد په وینا، اوس هغه وخت رارسېدلی چې د بندیانو د خلاصون چارې پیل شي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړې له مخې، افغان حکومت باید د طالبانو ۵ زره زندانیان له بین‌الافغاني خبرو مخکې ازاد کړي او په بدل کې به‌یې طالبان زر بندیان پرېږدي.

افغان ولسمشر که څه هم د یوه فرمان له مخې وویل چې د کب په ۲۴مه به د بندیانو د ازادېدو لړۍ پیلېږي، خو وروسته د ملي امنیت شورا وویل، طالبان باید د زندانیانو د خوشې کېدو په بدل کې دوی ته یو لړ ضمانتونه ورکړي.