ایران کې د کرونا له امله د مړو شمېر ۱۱۳۵ کسانو ته ورسېد

ارشیف، په ایران کې په کرونا ویروس اخته مېرمن

په ایران کې له پرون راهیسې د کرونا ویروس له کبله د ۱۴۷ نورو کسانو له مړه کېدو سره، د مړو شمېر ۱۱۳۵ ته ورسېد.

د ایران د دولتي ټلوېزیون په حواله، دا د ۲۴ ساعتونو په موده کې د خلکو د مړینې تر ټولو لوړ شمېر ګڼل کېږي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني نن د دې ناروغۍ په وړاندې د حکومت د اقداماتو دفاع وکړه.

په منځني ختیځ کې د کرونا ویروس له کبله ایران سخت ځپل شوی چې په دې ویروس د اخته کسانو شمېر په‌کې ۱۶ زره او ۱۶۹ ته رسېدلی دی.

د ایران پر حکومت انتقاد کېږي چې د دې ناروغۍ په وړاندې یې ډېر پڅ اقدامات کړي او ګڼ کسان په هماغه لومړیو کې تداوي کېدای شول.

خو د ایران ولسمشر حسن روحاني نن دا انتقادونه رد کړل او ویې‌ویل چې حکومت د فبرورۍ پر ۱۹مه د دې ویروس له خپرېدو سره جوخت اقدامات کړي دي.

کرونا ویروس چې د نړۍ څه باندې ۱۰۰ هېوادونو ته خپور شوی، تر ۲۰۰ زرو ډېر کسان‌یې اخته کړي او تر ۸۰۰۰ ډېر کسان‌یې مړه کړي دي.