د غور ولایت چارواکي وايي هغه درې تنه ناروغان چې تازه له ایرانه ستانه شوي وو، د نامعلومو دلایلو له مخې مړه شوي دي.
د غور د پسابند ولسوالۍ سرپرست عبدالاحد نن چهارشنبه ازادي راډیو ته وویل، دغه کسان په شیرلاس کلي کې مړه شوي.
سرپرست ولسوال وايي، له ایرانه هره ورځ په لسګونه کسان له روغتیایي معاینې پرته دې ولسوالۍ ته راستنېږي.
بلهخوا د غور د والي مرستیال حبیبالله رادمنش وايي، د دغو درېیو کسانو د مړینې د علت په اړه څېړنې کېږي.