ملګرو ملتونو افغانستان ته د افغان کډوالو داوطلبانه ستنول وځنډول

ارشیف، له پاکستان یو شمېر راستنېدونکي کډوال.

ملګرو ملتونو افغانستان ته په خپله خوښه د افغان کډوالو ستنول وځنډول.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ پرون په یوه اعلامیه کې ویلي چې د افغان کډوالو داوطلبانه ستنېدل د تورخم او چمن دروازو د تړل کېدو له کبله ځنډول شوي دي.

د تورخم او چمن دروازې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف تړل شوي دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي د داوطلبانه ستنېدنې مرکزونه‌یې چې د خېبر پښتونخوا په ازاخېل، نوشهره او د بلوچستان په بلیلي او کوټه کې فعال وو، تر بلې خبرتيا تړل شوي دي.

په پاکستان کې شااوخوا دوه میليونه افغان کډوال دېره دي چې يو نيم میليون‌يې هلته د استوګنې قانوني اسناد لري، خو تر ۵۰۰ زره زيات نور يې په غير قانوني ډول هلته استوګن دي.