یو ایرانی وګړی د مجرمانو د تبادلې له مخې تکزاس ایالت ته راوستل شو

ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.

یو ایرانی وګړی د امریکا له جورجیا ایالت څخه د مجرمانو د تبادلې د طرزالعمل له مخې تکزاس ایالت ته راوستل شو.

د امریکا د عدلیې وزارت پرون په یوه خبري اعلامیه کې وویل، پر دغه ایراني وګړي تور پورې دی چې د امریکا حساس نظامي وسایل‌یې ایران ته صادر کړي دي.

۳۸ کلن میرداد انصاري له ایران سره د تجارت له بندیزونو څخه په سرغړونې ایران ته د حساسو نظامي وسایلو استولو له تورونو سره مخامخ دی.

دا خبره د امریکا د ملي امنیت لپاره د لوی څارنوال مرستیال جان دیمیرز او نورو چارواکو کړې ده.

دغه مشکوک سړی او د هغه د شرکت مرستیال په ۲۰۱۲م کال کې ایران سره له تجارت څخه له تحریمونو په سرغړونې په توطئه تورن شوي وو.

پر دوی تور وو چې د پیسو سپینولو او توطئو له کبله‌یې درغلي کړې ده.