د بلخ په چهاربولک ولسوالۍ کې دوه کسان وژل شوي

بلخ کې پوځي عملیات

د بلخ ولايت چارواکي وايي په چهاربولک ولسوالۍ کې دوه کسان وژل شوي دي.

د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند اجمل فایز پرون سې شنبه ازادي راډیو ته وویل، یو وژل شوی کس ملکي تن او بل د ملي اردو سرتېری و.

تر دې مخکې د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي ویلي وو چې په چهاربولک کې په وسله‌واله نښته او هوايي عملیاتو کې په لسګونه طالبان وژل شوي او د ملي اردو ۵ سرتېري ټپیان شوي دي.

وسله‌والو طالبانو په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

وسله‌وال طالبان د چهاربولک ولسوالۍ پر زیاتو برخو کنټرول لري.

روانه اوونۍ په بلخ ولایت کې درې حملې شوې دي، یوه په مزار شریف کې د دوشنبې په ورځ چاودنه وه چې دوه کسان‌یې وژلي وو.