په کندهار کې په کرونا ویروس یا (کووایډ-۱۹) د اخته کسانو د درملنې لپاره په دوو روغتونونو کې ۱۲۰ بسترونه ځانګړي شوي دي.
د والي ویاند وايي ۱۰۰ بسترونه د عینو مېنې په روغتون کې ځانګړي شوي او ۲۰ نور بسترونه په میرویس روغتون کې.
بهیر احمد احمدي په دې اړه پرون سې شنبه ازادي راډیو ته وویل: "توانېدلي یو د عینو مېنې په ۳۵۰ بستريز روغتون کې یو ۱۰۰ بستریز وارډ د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره چمتو کړو. دغهراز مو د 'ICRC' نړيوالې مؤسسې په مرسته په میرویس روغتون کې هم ۲۰ بستریز عاجل وارډ له ټولو تجهیزاتو سره چمتو کړی دی."
د والي ویاند وايي که څه هم په کندهار کې په کرونا ویروس د چا د اخته کېدو راپور نهدی ورکړل شوی، خو له ایران او پاکستان څخه راستنېدونکو کډوالو د معاینې لپاره تدابیر سنجول شوي دي.
د ښاغلي احمدي په خبره له پاکستانه د راستنېدونکو د څارنې لپاره په سپین بولدک ولسوالۍ کې درې روغتيايي ډلې ګمارل شوې دي.
بله دا چې په ژړۍ ولسوالۍ کې به له ایرانه راستنو شویو کډوالو ځانګړی کمپ جوړېږي چې راستانه شوي کډوال به پهکې په روغتيايي لحاظ څارل کېږي، څو په کرونا ویروس اخته نهوي.
افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو رسمي شمېر ۲۲ ته رسېدلی دی.