حج او اوقافو وزارت په جوماتونو کې د فاتحې مراسم اخیستل وځنډول

ارشیف

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت په جوماتونو کې د فاتحې مراسم وځنډول.

په افغانستان کې د کرونا پر ویروس د اخته کسانو او د دغه ویروس د خپرېدو د اندېښنو له امله، د حج او او قافو وزارت پر جوماتونو یو لړ بندیزونه ولګول.

د حج او اوقافو سرپرست وزیر عبدالحکیم منیب د سه شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، د یو شمېر دینې عالمانو سره له مشورو وروسته، تصمیم ونیول شو چې، تر یو وخته پورې په جوماتونو کې د فاتحې مراسم ترسره نه شي.

هغه زیاته کړه: "موږ پر ټولو خطیبانو غږ کوو چې په جوماتونو کې دې د فاتحې مراسم وځنډوي او وروسته له دې دې فاتحې په جوماتونو کې نه اخیستل کېږي."

ده له خلکو وغوښتل چې، د کرونا ویروس خپرېدو ته په کتو، د حکومت او د عامې روغتیا وزارت روغتیايي سپارښتنې واجبې وګڼي.

د ښاغلي منیب په خبره ټول خلک دې د ځان او ټولنې د خوندیتوب لپاره یو تربله له لاس ورکولو ډډه وکړي او هغه کسان چې زکام وي او د کرونا ویروس نښې نښانې په کې لیدل کېږي، د جماعت په لمونځونو کې دې ګډون نه کوي.

د حج او اوقافو سرپرست وزیر د جوماتونو له امامانو او دیني عالمانو وغوښتل چې، د جمعې د لمانځه په خطبو کې د کرونا ویروس په اړه خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي او نورو لمونځونو کې دې قرائتونه مختصر کړي.

ده د روغتیا له نړیوال سازمان او د عامې روغتیا له وزارته وغوښتل چې، جوماتونه دې ضد عفوني کړي چې دغه ویروس د جوماتونو له لارې نورو ته خپور نه شي.

ښاغلي منیب وویل، د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف یې د جمعې د ورځې د لمونځ په اړه د هېواد له ټولو دیني عالمانو سره خبرې کړي او په دې اړه به دیني عاملان تصمیم ونیسي.