سرپل ولایت کې د نوروز په مېلو بندیز ولګول شو

د سرپل ولایت نقشه

په سرپل ولایت کې په وزلوبې، غېږې نیونې، سنتي لوبو او د نوروز په مېلو بندیز ولګول شو.

د سرپل سیمه‌ییز چارواکي وايي، دا اقدام‌یې د کرونا وایروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف کړی دی.

د سرپل والي عبدالقادر اشنا نن ازادي راډیو ته وویل چې د دولتي بنسټونو له مسؤلینو، دیني عالمانو، سپین ږیرو او مدني فعالانو سره په دې اړه هوکړې ته رسېدلی چې خلک به په غونډو کې له ګډون ډده کوي.

په سرپل ولایت کې هر کال د نوروز په ورځ د امام یحیی بن زید جنډه په ځانګړو مراسمو سره پورته کېږي.

په سرپل ولایت کې تر اوسه د کرونا وایروس هېڅ مثبته پېښه نه‌ده ثبت شوې.