سوېلي کوریا ویلي چې سر له راتلونکې پنجشنبې د دغه هېواد په هوايي بندرونو کې د مسافرو روغتیایي کنټرول جدي کوي.
دا پرېکړه داسې مهال کېږي چې دغه هېواد کې د کرونا مثبتې پېښې ۸۳۲۰ ته رسېدلي او دې وایروس تر اوسه ۸۱ کسان مړه کړي دي.
په قزاقستان کې بیا چارواکو ويلي چې دغه هېواد کې د کرونا پېښو شمېر ۲۷ ته ورسېد.
۱۴ پېښې تازه د دغه هېواد پلازمېنه نورسلطان کې رامنځته شوي.
له بلېخوا ټاکل شوې د اروپا د فوټبال اداره نن په ۱۲ اروپايي هېوادونو کې د فوټبال د پلان شویو لوبو د ځنډ اعلان وکړي.
دا لوبې د ۲۰۲۰ میلادي کال د جون له ۱۲مې د جولای تر ۱۲مې پلان شوي.