یوه روسۍ خبریاله د ترهګرۍ په توجیه تورنه شوې

سویت لانا پروکوپي‌فا 

یوه روسۍ خبریاله د دې هېواد یوې محکمې له‌خوا د ترهګرۍ په توجیه تورنه شوې ده.

سویت لانا پروکوپي‌فا د ازادې اروپا/ ازادي راډیو له روسي څانګې سره هم د ازادې خبریالې په توګه کار کاوه.

پر نوموړې د روسیې د محکمې وروستی حکم د بشري حقونو او ازادو رسنیو د ملاتړو ډلو له‌خوا په پراخه توګه غندل شوی دی.

دې خبریالې ویلي چې د پسکوف ښار د څارنوالۍ دفتر دا حکم د دوشنبې په ورځ ورته سپارلی دی.

سویت لانا د هغه څه په اړه چې په ۲۰۱۸ م کال کې په یو ټلوېزیوني خپرونه کې د دې څرګندونې بلل شوي، هر ډول تور پر ځان رد کړی. نوموړې که مجرمه وبلل شي په اووه کاله بند محکومېدلی شي.

د ازادې اروپا/ ازادي راډیو رئیس جیمي فلای د دې خبریالې تورنېدل غندلي او ویلي یې دي، دا تور د یو ازادې خبریالې د غږ د غلي کولو لپاره دی. د ښاغلي فلای په وینا په روسیه کې باید ازادو خبریالانو ته درناوی وشي.