د روسیې د اساسي قانون محکمې د دې هېواد په اساسي قانون کې هغه بدلونونه تصویب کړي چې له مخې یې ولسمشر ولادیمیر پوتین کولای شي بیا هم د روسیې ولسمشر شي.
په دې تعدیلاتو کې نور موارد هم شامل دي، خو مهمیې دا دی چې ولسمشر پوتین کولای شي، وروسته له هغې چې په ۲۰۲۴م کال کې یې د ولسمشرۍ اوسنۍ پرلهپسې دوهمه دوره پای ته ورسېږي بیا هم ځان ولسمشرۍ ته کاندید کړي او ممکنه ده چې ۱۲ کاله له هغې وروسته هم د روسیې د ولسمشر په توګه پاتې شي.
د روسیې اساسي قانون تر دې مخکې یو شخص ته یوازې د پرلهپسې دوو دورو لپاره د ولسمشر کېدو اجازه ورکوله، خو اوس ولادیمیر پوتین کولای شي د ۲۰۲۴ او ۲۰۳۰ کلونو کې بیا هم ځان د روسیې ولسمشرۍ ته کاندید کړي.
د دوشنبې به ورځ د روسیې د اساسي قانون محکمې دا اعلان درې ورځې وروسته له هغې وکړ چې د روسیې ټولو سیمهییزو پارلمانونو د دې هېواد په اساسي قانون کې نوي وړاندیز شوي بدلونونه تأیید کړل.
ولادیمیر پوتین له تېرو شااوخوا ۲۰ کلونو راهیسې د ولسمشر او یا هم صدراعظم په توګه د روسیې د دولت مشري کوي.
د پوتین منتقدان وايي، نوموړي د روسیې د ادارې لپاره د پخواني شوروي په څېر کړنلاره خپله کړې څو په ټولو برخو کې خپله پرېکړه وکړي.