کورنیو چارو وزارت د لومړنیو موادو د احتکار ضد ۱۹۰ شکایته ثبت کړي

له عادي نرخونو لوړ مواد پلورلو لپاره د پولیسو ۱۱۹ شمېرې سره اړیکه ونیسي او خپل شکایت ثبت کړي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د لومړنیو موادو د احتکار پر ضد یې د کمپاین په لومړۍ ورځ ۱۹۰ شکایتونه ترلاسه کړي دي.

د کورنیو چارو د وزارت مرستیال ویاندې مروې امیني د دوشنبې په ماښام ازادي راډیو ته وویل، هغه دکانداران چې توکي په لوړه بیه پلوري او یا یې د بیو د لوړېدو په خاطر پټوي، نیول کېږي او زنداني کېږي.

د نوموړې په وینا، د دا ډول کسانو کاروباري ځایونه هم تړل کېږي.

هغه زیاته کړه: "هغه کس چې د ګټې او لوړې بیې په خاطر لومړني مواد زېرمه کوي او یا یې د بازار له عادي رقابتي بیې لوړ پلوري او په بازار کې د لومړنیو موادو د کمي او بالاخره د بیو د لوړېدو سبب کېږي، دا ډول کسان د احتکار جرم کوي او سزا ورکول کېږي."

په افغانستان کې د کرونا وایروس د خپرېدو وېرې او د یو شمېر سرحدونو د تړل کېدو اوازو، د دې هېواد د وګړو ترمنځ د اړتیا وړ موادو د کمي اندېښنې پیدا کړي چې د ځینو سوداګرو له‌خوا یې احتکار ته لاره هواره کړې.

د دوشنبې په ورځ د افغانستان په بازارونو کې د بیو د لوړېدو راپورونه ورکړل شول، خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، خلک که وګوري چې دکانداران یا سوداګرو له عادي نرخونو لوړ مواد پلوري او یا یې د بیو د لوړېدو لپاره پټوي کولای شي چې د پولیسو ۱۱۹ شمېرې سره اړیکه ونیسي او خپل شکایت ثبت کړي.