خلیل‌زاد د داعش سره د طالبانو د مبارزې هرکلی وکړ

د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد.

د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد د داعش له وسله‌والې ډلې سره د طالبانو د مبارزې هرکلی کړی.

زلمي خلیل‌زاد تېره شپه پر خپل ټویټر د داعش پر ضد د طالبانو د وروستۍ اعلامیې او په کونړ کې د داعش ډلې پر ضد د طالبانو د عملیاتو یادونه کړې.

زلمي خلیل‌زاد د طالبانو وروستۍ اعلامیې ته په اشارې ویلي، د دې اعلامیې چې د داعش غندنه کوي او په افغانستان کې د داعش د استخدام، تمویل یا روزنې د هڅو د مخنیوي ژمنه کوي، هرکلی كوي.

د زلمي خلیل‌زاد په وینا دا د القاعدې او نورو ټولو هغو ډلو پر ضد چې متحده ایالاتونه یا متحدین‌یې ګواښي، د طالبانو د هغې عامه ژمنتیا څرګندونه کوي چې موږ سره‌یې توافق کې کړي.

زلمي خلیل‌زاد زیاته کړې موږ تمه لرو چې طالبان به خپلې ژمنې ترسره کړي.

د نوموړي په وینا "د امریکا له‌خوا په موافقتنامه کې د شویو ژمنو پوره کول به د طالبانو له لوري په ژمنو عمل کولو پورې تړلي وي."

د امریکا متحده ایالاتونو د فبروۍ په ۲۹مه نېټه له طالبانو سره افغانستان ته د سولې د راوستلو تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې امریکايي سرتېري له افغانستان څخه وځي او طالبان به د خپل واک لاندې سیمو کې له هغو ترهګرو سره مبارزه کوي چې امریکا او متحدانو ته‌یې ګواښ پېښوي او همدارنګه به بین‌الافغاني خبرې پیلوي.

که څه هم د هوکړې له مخې باید د مارچ په ۱۰ بین‌الافغاني خبرې پیل شوې وې، خو تر اوسه نه‌ده څرګنده چې دا خبرې، به کله او چېرې پیل شي.