فېروز: افغانستان له یوه ملي ګواښ سره مخ دی

د عامې روغتیا وزیر فېروز الدین فېروز

د عامې روغتیا وزیر فېروز الدین فېروز وايي، افغانستان له یوه ملي ګواښ سره مخ دی او که ورته جدي پام ونه‌شي، لوی ناورین به رامنځته شي.

فېروز الدین فېروز نن د دوشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، په افغانستان کې د کرونا وایروس ۲۱ مثبتې پېښې ثبت شوي او یوه هم تر څېړنې لاندې ده.

ښاغلی فېروز زیاتوي، افغانستان په روغتیايي اضطراري حالت کې دی او ټول روغتیايي پرسونل له دې وایروس سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې قرار لري.

هغه زیاته کړه: "موږ له یو ملي ګواښ سره مخ یوو، د عامې روغتیا وزارت له دې بدې پدیدې سره د مبارزې یو مهم ادرس دی، پر خلکو هم غږ کوم چې هر یو مو یوه رسنۍ شئ، هر یو مو یو روغتیايي مبلغ شئ، زموږ ساده پیغامونه نورو ته ورسوئ او پرې عمل وکړئ، څو خپل خلک له دې شر څخه وژغورو."

د عامې روغتیا وزیر داسې مهال د ملي ګواښ خبره کوي چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې په افغانستان کې د کرونا وایروس ۱۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.