امریکا د کرونا وایروس د مخنیوي لپاره کوم اقدامات کړي؟

امریکا کې ۳۷۷۴ کسان پر کرونا وایروس اخته شوي دي.​

امریکا د کرونا وایروس په وړاندې د مبارزې لپاره نوي اقدامات کړي دي.

د امریکا لویو ښارونو د کرونا وایروس د مخنیوي لپاره د یو لړ ټولنیزو فعالیتونو د بندولو اعلان کړی دی.​

نیویارک او لاس انجلس چې د امریکا لوی ښارونه ګڼل کېږي اعلان وکړ چې رسټورانتونه، بارونه، کلپونه او تیاترونه په موقت ډول بندوي.​

د نیویارک ښاروال "بېل دي بلاسیو" وویل، دغه وایروس د دې ښار د اوسېدونکو په منځ کې چې په رسټوانتونو، بارونو او نورو ځایونو کې چې نږدې سره کېني، د همدغو نږدې ناستو له لارې په چټکۍ خپرېږي.

هغه زیاته کړه: "موږ باید دغه دود ودروو."​

په نیویارک کې دغه بندیزونه تر نامعلوم وخته له سبا عملي کېږي، خو په لاس انجلس کې هغه سمدستي عملي کېږي او د روانې میاشتې تر پایه به دوام کوي.​

د لاس انجلس ښار یوه څنډه

لاس انجلس دغه‌راز اعلان کړی چې سپورټي جمنازیمونه به هم بندېږي، خو نیویارک ويلي چې د دې ښار عمومي ښوونځي تړي.​

په لاس وېګاس کې چې د کازینوګانو اصلي مرکز دی او هر کال له ۴۰ میلیونو زیات سیلانیان ورڅخه لیدنه کوي، ټولې کازینوګانې تر نامعلوم وخته تړل شوې دي.​

میامي چې د امریکا یو مشهور تفرېحي ځای دی او د پسرلي په رخصتۍ کې محصلین ډېر ورځي، پولیسو یې سواحل تړلي دي.​

د امریکا په پلازمېنه واشنګټن ډي سي کې اکثره موزیمونه او نور تفریحي ځایونه د روانې میاشتې تر پایه تړل شوي دي.​

ډاکتر انتونیو فاوچي چې د عفوني ناروغیو متخصص دی وایي د کرونا وایروس د مخنیوي لپاره باید په ټوله امریکا کې د ۱۴ ورځو په مخه هر څه تړل شوي وی.​

امریکا په اوس وخت کې په نړۍ کې د ډېرو کرونا ځپلو هېوادونو په ډله کې اتم ځای لري.

په دې هېواد کې ۳۷۷۴ کسان پر کرونا وایروس اخته شوي دي.​

په اروپا کې ایټالیا چې له مخکې ټول ځایونه تړلي او د راپورونو له مخې اسپانیا او فرانسه هم په پام کې لري چې د روانې اوونۍ په پای کې ورته اقدامات اعلان کړي.

له چین وروسته چې د کرونا وایروس اصلي سرچینه ده، ایټالیا په نړۍ کې د کرونا د مثبتو پېښو دوهم ځای خپل کړی.

ایټالیا کې نږدې ۲۵ زره کسان پر دغه وایروس اخته شوي.

نږدې ۲۵ زره کسان پر دغه وایروس اخته شوي دي.

په اسپانیا کې ۸ زره او په فرانسه کې ۵ زره کسان پرکرونا اخته شوي دي.​

په چین کې پر کرونا وایروس د اخته شویو کسانو شمېر له ۸۰ زرو اوښتی، خو دې هېواد ویلي چې د سختو تدابیرو په نتیجه کې یې اوس د دغه وایروس د چټکې خپرېدا مخه ډب کړې ده.​

د کرونا وایروس خپرېدو چې د نړۍ پر بازارونو یې ډېر اغېز کړی، په امریکا کې به چې د نړۍ تر ټولو لوی اقتصادي قدرت دی، دغه نوي اقدامات د نړۍ پر اقتصاد لا منفي اغېز وکړي.​

د اقتصاد د خوځښت او د بازارونو د پیاوړي ساتلو لپاره د امریکا فدرالي خزانې اعلان کړی چې سود به صفر ته راښکته کړي او د ارزښت پاڼو په رانیولو سره به ۷۰۰ میلیاره ډالره بازار ته عرضه کړي. ​