په پاکستان کې د کرونا وایروس ۵۰ تازه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د پاکستان حکومت وايي، د دې هېواد په سند ایالت کې د کرونا وایروس ۵۰ مثبتې پېښې ثبت شوي چې په دې سره په ایالت کې د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۷۶ ته ورسېد.
پاکستاني رسنیو د سند ایالت ویاند مرتضی وهاب له قوله لیکلي، له دې کسانو ډېر شمېر یې په کراچۍ ښار کې دي.
پاکستاني رسنۍ وايي، له دې وایروس په سند ایالت کې دوه تنه له رغېدو وروسته بېرته کورونو ته لېږل شوي دي.
په دې سره په ټول پاکستان کې په کرونا وایروس د اخته کسانو شمېر ۹۴ ته ورسېد چې ۷۴یې په سند، ۱۰یې په بلوچستان، ۴ ګلګت بلتستان او ۱یې په لاهور کې دی.