د اسرائیل ولسمشر ویلي، د دغه هېواد د سیاسي اپوزېسیون له مشر بیني ګانټز څخه به وپوښتل شي چې نوی حکومت جوړ کړي.
د اسرائیلي ولسمشر ری اوین ریولین دې خبرو دا چانس زیات کړی چې ګانټز به وکولای شي صدراعظم بنیامین نتانیاهو له سیاسي ډګره په شا کړي.
د اسرائیل د ولسمشر دا څرګندونې د بنیامین نتانیاهو په وړاندې لویه ضربه بلل کېږي، هغه صدراعظم چې له یوه بېساري سیاسي کړکېچ سره مخ دی.
خو معلومه نهده چې د بینی ګانټز شین او سپین منځلاری ګوند به د اسرائیلو سیاسي حالت قابو کړای شي او که نه.
نتانیاهو چې ۷۰ کاله عمر لري، له ډېرې مودې راهیسې د اسرائیل د صدراعظمۍ چارې په مخ بیایي.