پاپ د کرونا د قربانیانو روح او ناروغانو د جوړېدو دعا وکړه

د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسېس

د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسېس پرون له واتیکانه بېرته ستون شو او دغلته‌یې د کرونا وایروس د قربانیانو روح او له دې امله د ناروغانو د جوړېدو دعا وکړه.

واتیکان په یوه اعلامیه کې ویلي چې ۸۳ کلن پاپ لومړی د "سانتا ماریه ماګیوري" له کلیسا لیدنه وکړه او وروسته پلی د "ان مرچیلو ګورو" کلیسا ته روان شو.

په اعلامیه کې راغلي، پاپ ځکه دغه کلیسا د دعا لپاره انتخاب کړې ده چې دلته پخوا په ۱۵۲۲ کال کې دعا د طاعون سراسري ناروغۍ مخه نیولې وه.

پاپ فرانسېس دلته د کرونا وایروس د پای ته رسېدو دعا وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې په ایټالیا کې پرون د کرونا له کبله د ۳۶۸ نورو کسانو د مړینې خبر ورکول شو چې ورسره دغه هېواد کې د کرونا وایروس له امله د مړو شویو کسانو شمېر له ۱۸۰۰ واوښت.