هرات کې کرونا سره د مبارزې لپاره ۷،۵ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې

ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، هرات ولایت کې يې له کرونا وایروس سره د مبارزې لپاره اووه نیم میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې دي.

د دغه وزارت ویاند وحیدالله مایار رسنیو ته په استول شوي پیغام کې ویلي، د دغو پیسو اندازه پخوا پنځه نیم میلیونه وه، خو اړتیا ته په کتو، دوه میلیونه نورې هم پرې اضافه شوې.

عامې روغتیا وزارت افغانستان کې د کرونا د ۲۱ مثبتو پېښو راپور ورکړی دی.

افغانستان کې د همدې وایروس د خپرېدو له وېرې سپورټي پروګرامونه او د نوروز مراسم لغوه شوي او ښوونځي او پوهنتونونه هم د حمل میاشتې تر پایه رخصت شوي دي.

افغان دولت له رسنیو هم غوښتي چې د کرونا وایروس د خپرېدو د مخنیوي په عامه پوهاوي کې خپل رول ولوبوي.