ادلیب کې د روسیې او ترکیې ګډې ګزمې

ارشیف

روسیې او ترکې نن یکشنبه د اول وار لپاره د سوریې د ادلیب د لویې لارې په اوږدو کې خپلې ګډې ګزمې وکړلې.

د روسیې خبري اژانسونو راپور ورکړی، چې دا ګزمې، د روانې میلادي میاشتې په لومړیو کې پر اوربند تر سلا کېدو وروسته پیلېږي.

د دې موافقې له مخې به د دغې لویې لارې په اوږدو کې یو امنیتي دهلېز رامنځته کېږي.

ادلیب په سوریه کې د ولسمشر بشارالاسد د رژیم خلاف د یاغیانو وروستی مهم مرکز ګڼل کېږي.

د روسیې دفاع وزارت وایي، دا ګزمه د پوځي فعالیت له کبله لنډه کړای شوه.

دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، ترکیې ته به د تروریستي ډلو د له منځه وړلو لپاره نور وخت هم ورکړل شي.

ترکیه به د هغو پوځیانو امن یقیني کوي، چې په دې ګزمه کې برخه اخلي.