کابل کې په ۹۰۰ جریبه ځمکه مېوه لرونکي نیالګي کېنول کېږي

د رستمي په خبره یاد باغونه به د کابل ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې جوړ شي.

د افغانستان په پلازمینه کابل کې په ۹۰۰ جریبه ځمکه کې د بېلابېلو مېوه لرونکو ونو باغونه جوړېږي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل، چې په پسرلي کې د نیالګیو کېنولو د کمپاین پر مهال به دغه نوي باغونه هم جوړ شي.

د رستمي په خبره یاد باغونه به د کابل ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې جوړ شي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت په وینا نوي جوړېدونکي باغونه به له اصلاح او تصدیق شويو نیالګیو جوړ شي.

دغه نیالګي د کرنې وزارت د بڼوالي ملي پروګرامونو کې د کرنې متخصصینو تر نظر لاندې روزل شوي دي.

دا په داسې حال کې چې په روان لمریز کال کې د افغانستان په سلو کې ۸۰ فیصده صادارت کرنیز او بڼوالي محصولاتو جوړول.

د کرنې وزارت چارواکي زیاتوي، هڅه روانې دي چې د بڼوالي په برخه کې د پام وړ پانګونه زیاته شي، څو ښه فرصتونه رامنځته کړي.