سوریه کې د کورنۍ جګړې د پیل لسم کال پیل شو

د سوریې په شخړه کې تر ۳۷۰زرو ډېر کسان وژل شوي.

سوریه کې د کورنۍ جګړې د پیل لسم کال پیل شو.

ولسمشر بشارالاسد د روسیې او ایران په ملاتړ لا هم پر قدرت منګولې ښخې کړې دي.

دغه جګړه هغه وخت پیل شوه، چې د ۲۰۱۱میلادي کال د مارچ پر ۱۵مه، د سوریې وګړي د اسد د حکومت پر خلاف لارو کوڅو ته راووتل خو حکومت دوی په ظالمانه ډول وځپل.

د سوریې په شخړه کې تر ۳۷۰زرو ډېر کسان وژل شوي او په میلیونونو نور کسان بېځایه شوي دي.

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ګیر پیډرسن تېره شپه وویل، په دې غمنونکې او وحشتناکه لسیزه کې د سوریې د وګړو کړ او لا هم له فهم او ادراک څخه وتلی دی.

بله‌خوا د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش روانه اوونۍ په یوه ټویټ کې ولیکل، د یوې لسیزې جګړې له بربادۍ او بدمرغۍ پرته بله لاسته راوړنه نه لري.