امنیتي مسئولین: فاریاب کې ۴ طالب وسله وال وژل شوي

د میمنې ښار یوه څنډه- ارشیف

د فاریاب ولایت امنیتي مسئولین په دغه ولایت کې د ۴ طالب وسله والو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالرکریم یورش نن ازادي راډیو ته وویل چې‎، وسله والو طالبانو تېره شپه اته بجې د فاریاب ولایت په المار ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل چې د افغان ځواکونو له خوا بېرته په شا وتمبول شول.

د نوموړي په خبره دغه نښتې تر سهار مهال روانې وې چې له افغان ځواکونو هم دوه تنه په کې ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.