نړیوال د کرونا وایروس د مخنیوي هڅې کوي

ارشیف

نړیوال د کرونا وایروس د خپرېدو د مخنیوي هڅې کوي.

وروستۍ شمېرې څرګندوي چې په نړۍ کې تر ۱۵۰ زره زیات وګړي په دې وایروس اخته شوي دي.

خو راپورونه وايي چې په چین کې په دې وایروس د اخته کسانو شمېر کم شوی دی.

د اسپانیې په شمال کې تر ۵۷۰۰ زیات وګړي په دې وایروس اخته شوي دي.

په دې ډول تر ایټالیا وروسته اسپانیا هغه اروپايي هېواد دی چې ډېر وګړي په دې وژونکي وایروس اخته شوي دي.

په ټوله نړۍ کې د کرونا وایروس له امله د مړو شمېر پر ۵۶۰۰ اوښتی دی.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر په خپل هېواد کې بېړنی حالت اعلان کړی دی.

ډونالد ټرمپ ۵۰ میلیارده ډالره د کرونا وایروس پر ضد د مبارزې لپاره ځانګړي کړي دي.

په امریکا کې تر پرون شپې په کرونا وایروس د اخته وګړو شمېر ۲۲۰۰ بلل شوی و.