پوتین د روسیې په اساسي قانون کې تعدیلات لاسلیک کړل

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دې هېواد په اساسي قانون کې رسماً هغه تعدیلات لاسلیک کړل چې له مخې یې نوموړي ته اجازه ورکول کېږي، څو په ۲۰۲۴ م کال کې یو واربیا د روسیې ولسمشرۍ ته ځان کاندید کړي.

د شنبې په ورځ د روسیې انټرفاکس خبري اژانس په دې اړه یوه ورځ وروسته له هغې راپور ورکړ چې وویل شول د روسیې ټولو سیمه ییزو پارلمانونو په اساسي قانون کې د دې بدلونونو په پلوۍ رایې ورکړې دي.

د جنورۍ په میاشت کې پوتین د روسیې په سیاست او اساسي قانون کې د لویو بدلونونو اعلان وکړ.

کرملین دا بدلونونه له ولسمشرۍ څخه پارلمان ته د واک ویش بللی دی.

خو د دې اوونۍ په سر کې پوتین چې له دوو لسیزو راهېسې په روسیه کې یا ولسمشر او یا هم صدراعظم پاتې شوی، د روسیې په پارلمان کې څرګند شو، څو په قانون کې د یو نوې تعدیل ملاتړ وکړي.

د روسیې په اساسي قانون کې دا نوی تعدیل نوموړې ته لار هواروي چې په ۲۰۲۴م کال کې د دریمې پرلپسې دورې لپاره ځان ولسمشرۍ ته کاندید کړې او په دې اړه د اساسي قانون اوسنی بندیز له پامه وغورځوي.

کرملین یاده کړې چې پوتین تر اوسه نه دي ویلي، ایا په ۲۰۲۴م کال کې بیا ولسمشرۍ ته کاندیدیږي او کنه.

د روسیې د اساسي قانون محکمه به اوس په دې قانون کې وروستي بدلونونه ارزوي.

پر دې بدلونونو به د اپریل میاشت کې په روسیه کې عمومي رایې غوښتل کېږي.

د روسیې په اساسي قانون کې نور بدلونونه په دې هیواد کې د ولسمشرۍ واک نور هم پیاوړی کوي او پر نړیوالو نورمونو د روسیې د قانون لومړیتوب ته اهمیت ورکوي.