بلخ کې په کرونا وایروس تښتېدلی اخته کس بېرته روغتون ته لېږدول شوی

ارشیف

بلخ ولایت کې په کرونا په وایروس اخته کس له روغتونه تر تښتېدو وروسته بېرته روغتون ته را ګرځول شوی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار وايي، چې هغه کس چې د کرونا وایروس ازمېښت یې مثبت پېژندل شوی، غوښتل یې د روغتون له قرنطین ځای نه وتښتي، خو د بلخ روغتون ته بېرته راوستل شوی.

د نوموړي په وینا دا مهال ناروغ کس تر درملنې لاندې دی.

کله چې په بلخ کې د کرونا یوه مثبت پېښه ثبت شوی، د ټولنیزو رسنیو کارکوونکو ولیکل، چې نوموړي کس غوښتل چې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو ته وتښتي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته ویلي، که چېرې د کرونا په وایروس اخته کس د دوی تر کنټرول لاندې سیمو ته وتښتي، په بېرته ګرځېدو کې به یې اقدام وشي.

مجاهد همداشان وویل، دغه کس به د قرنطین لپاره د بلخ روغتون روغتیايي ټیم ته وسپارل شي.

بل خوا د افغانستان دعامې روغتیا وزارت وايي، که چېرې د کرونا په وایروس اخته کس له روغتونه وتښتي، نو پولیس باید په دې برخه کې همکاري وکړي.