اسټرالیا په کرکټ کې نیوزیلنډ ته ماتې ورکړه

ټاکل شوې اسټرالیا او نیوزیلنډ دوهمه یو ورځنۍ لوبه سبا د یکشنبې په ورځ ترسره کړي.

اسټرالیا په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې نیوزیلنډ ته ماتې ورکړه.

د اسټرالیا او نیوزیلنډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د اسټرالیا په کوربتوب د ۳ یو ورځنیو لوبو لړۍ پرون جمعه پيل شوه، چي په لومړۍ لوبه کې کوربه اسټرالیا د ۷۱ منډو په توپير نیوزیلنډ ته ماتې ورکړه.

ټاکل شوې اسټرالیا او نیوزیلنډ دوهمه یو ورځنۍ لوبه سبا د یکشنبې په ورځ ترسره کړي.

د دې دوو هېوادونو ترمنځ پرونۍ لوبه په لوبغالې کې د کرونا وایروس له امله د نندارچیانو پرته ترسره شوه.