افغانستان کې ټولې سپورټي لوبې وځنډول شوې

ارشیف

د افغانستان د بدني روزنې ریاست دغه هېواد کې د کرونا وایروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره ټولې سپورټي لوبې ځنډولي دي.

د یادې ادارې یو ویاند مجیب قاري زاده نن ازادي راډيو ته وویل، چې دغه لوبې تر نامعلوم وخت پورې ځنډول شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وروستي ارقام ښيي چې دغه هېواد کې د کرونا په وایروس د اخته کسانو شمېر۱۰ تنو ته رسېدلی دی.