د اقتصادي زیانونو مخنیوي په هدف د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې طرحه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویاند جان اقا نوید

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وايي، داسې یوه طرحه جوړه کړې چې د کرونا وایروس له امله پېښېدونکو اقتصادي زیانونو څخه مخنیوی وکړي.

د دې خونې ویاند جان اقا نوید نن ازادي راډيو ته وویل، چې کرونا وایروس اقتصادي زیانونه به هم ولري او خلک هم هڅه کوي چې یوه اندازه خوراکي توکي کورونو کې ذخیره کړي.

نوموړي وویل، چې دغه طرحه یې جمهوري ریاست سره هم شریکه کړې ده.

دامهال د کرونا وایروس د خپرېدو له امله شېر خان، اسلام قلعه، سپین بولدک، اقینه او حیرتان بندرونه تړل شوي دي.

پاکستان هم اعلان کړی چې د راتلونکي دوشنبې په ورځ به د دوو اونیو لپاره له افغانستان سره خپلې ټولې لارې وتړي.