د کابل پولیسو په دوو بېلابېلو پېښو کې کابل ښار ته د نشهيي موادو او نشهيي ګولیو د قاچاق مخه نیولې ده.
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز ازادي راډیو ته وویل: "په لومړۍ پېښه کې یو تن هغه مهال ونیول شو چې غوښتلیې ۱۲ کیلوګرامه چرس د افغانستان له شمال څخه کابل ته قاچاق کړي چې د کابل په شمالي دروازه کې د تلاشۍ پر مهال ونیول شول."
او په دوهمه پېښه کې پولیسو یوولس کیلوګرامه چرس او ۷۰۰ نشهيي ګولۍ هغه مهال ونیولې چې دوو تنو د کابل ښار په اتمه او ۱۶مه ناحیه کې پر معتادینو باندې خرڅولې.