د کورنیو چارو وزارت له نشهيي موادو سره د مبارزې پولیسو په تېرو اوو ورځو کې د نشهيي موادو د قاچاق کوونکو پر ضد څه د پاسه ۶۰ عملیات کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت له نشهيي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري ازادي راډیو ته وویل: "دا عمليات له نشهيي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د افغانستان په ۲۰ ولایتونو کې کړي دي. په دې عملیاتو کې څه د پاسه ۶۰ ټنه نشهيي مواد نیول شوي او د دې موادو د قاچاقو او ساتنې په تور ۷۵ کسان هم نیول شوي دي. په نیول شویو نشهيي موادو کې هیروئین، تاریاک، چرس، ښیښه، الکولي مشروبات او نشهيي ګولۍ شاملې دي."
د یادونې وړ ده چې له دې تورنو کسانو سره وسلې هم نیول شوې دي.